انصار: (دکب 21مه)، د افغانستان د بشري وضعیت او د ښځو حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د هغو محدودیتونو له کبله چې په افغانستان کې پر نجونو او ښځو لګول شوي، دغه هېواد په کلني ډول له اقتصادي پلوه یو میلیارډ ډالر تاوان کوي.
د نوموړې پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې افغان نجونې او ښځې له زده کړو منع شوې او د ټولو افغانانو کار روزګار ته زیان رسېدلی.
امیري ویلي، د دې لپاره چې افغانستان د مرستو له انحصار او بې وزلۍ څخه بهر شي، په دا ډول تګ لارو باید غور شي.
تر دې وړاندې سیګار ادارې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې پر ښځو د کار بندیز به د افغانستان اقتصادي ناورین لاپسې زیات کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30536
قرأ